Welcome to Pak Afghan Youth Forum

Pak Afghan
Youth Forum

Don't just dream it
Be the bridge. Build a better tomorrow

د پاکستان او افغانستان اړیکې په ښه والي کې د ځوانانو ونډه !

د پاکستان او افغانستان اړیکې چې د تاریخ په اوږدو خورا کړکیچنې او د هر نظام پرمهال ساسي اړیکې د بې باورۍ ښکار شوي دي، هر مهال حکومتونه په داخلي چارو کې د لاسوهنې، د یو بل پر خلاف د خاورې د استعمال او ګڼو نورو ګیلو سره ملې وي.

افغانستان او پاکستان ولسونو ډیره لویه برخه کې ګډې وجې لري، دواړه هېوادونه دیني نږدېوالی لري، د دواړو هېوادونو اوسیدونکی مسلمانان دي، په کلتوري لحاظ پښتانه د دواړو هېوادونو اوسیدونکي دي، د ګاونډیتوب ډیره ښه سابقه لري، ولسونه ډیرې زیاتې خپلوئ لري چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ نه بیلیدونکي او نه هیریدونکي اړیکې لري.

خو دا اړیکې د حکومتونو په کچه تل د ستونزو سره مخ وې، د سردار داود خان، ډاکټر نجیب الله، ولسمشر کرزي او ښاغلي غني له واکمنیو تر طالبانو پورې زړه کیسه په تکراریدو ده، حکومتونه له یو بل څخه خوښ نه دي.

ددې لپاره چې ولسي اړیکې اغیزمنې نه شي او پر مخ پر وړاندې ستونزې حل شي ، غوره لاره یې ځوانان دي چې په خپلو کلتوري، علمي، دیني او سپورتي اړیکو سره کولای د دواړو هېوادونو دا ډول ستونزې حل کړي.

همداراز وګورئ: د پولو هاخوا: د پاکستان او افغانستان تر منځ د پلونو جوړول

دمګړۍ زرګونه افغانان د علامه اقبال سکالرشیپ او ځینې نور یې په شخصي لګښت د پاکستان په معتبرو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي، دوی پر پاکستان میشتو محصلینو او ټولګیوالو سره حسنه اړیکې لري، دوی سره په غم او ښادۍ شریک کړي، ډیری هغوی یې له اوسیدو وروسته هغه رشتې کړي دي، دا راز زرګونه پاکستاني محصلین افغانستان ته راځي ترڅو په کم لګښت د طب او کمپیوټر ساینس په برخه کې زده کړې وکړي، دا زده کړې په پاکستان کې په خورا لوړ لګښت ترسره کیږي چې په افغانستان کې یې ترسره کول خورا کم مصرفه دي.

په ټولنه کې د دا ډول اړیکو پاتې کیدل او په دوامداره توګه د اړیکو دوام د شته ستونزو د حل په برخه کې خورا اغیزناک دی.

افغان – پاکستاني ځوانان به په خپلو ښه اړیکو وکولای شي حکومتونه دې ته مجبور کړي چې ښه سیاستونه غوره کړي او پر مخ شته ستونزې کمې او د لا زیاتوالي مخه یې ونیول شي.

دغه مقاله د لیکوال نظر څرګندوي او د پاک-افغان یوتھ فورم (PAYF) رسمي نظرونه نه څرګندوي.

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top