د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې په کنفرانس کې د ګډون په موخه د اسلامي امارت د هوايي ډګر د ادارې او د هوا پېژندنې څانګې د مسؤلینو په ګډون ازبکستان ته د یوه پلاوي سفر اعلان کړ.
د دغه وزارت د ویاند امام الدین احمدي په وینا، دغه کنفرانس به د نومبر په څلورمه جوړ شي او تمه ده چې د هوا پېژندنې وسایلو، د هوا پېژندنې موډلونو، د هوا پېژندنې سپوږمکیو ته د لاسرسي او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په لارو چارو کې د همکارۍ تمرکز وکړي.
د دغه وزارت ویاند وویل: د دې سفر موخه د ازبکستان د هوا پېژندنې په کنفرانس کې ګډون دی چې د هوا پېژندنې نړیوال سازمان په همکارۍ جوړېږي. په دې کنفرانس کې به د نړیوال هوا پېژندنې سپوږمکۍ ته د لاسرسي په اړه مختلف سیمینارونه او د نوي موسمي تجهیزاتو په اړه ورکشاپونه شامل وي.
دا هم ولولئ: د ازبک دیني عالمانو پلاوی کابل ته راغلی
په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان په دا ډول کنفرانسونو کې د اسلامي امارت ګډون نه یوازې د افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور بولي، بلکې د هېواد د هوا پېژندنې سیستم په پیاوړتیا کې هم اغېزمن بولي.
د اقلیم د بدلون کارپوه، سید محمد سلیمان خیل وویل: “په دا ډول کنفرانسونو او غونډو کې د افغانستان ګډون خورا مهم او اړین دی، ځکه چې دا په دې برخه کې تخنیکي او مسلکي ظرفیت لوړوي او د طبیعي پېښو له امله د ځاني او مالي زیانونو کچه هم راکموي.”
د اقتصادي چارو کارپوه شمس الرحمن احمدزي وويل: “پرمختللي هېوادونه په دې برخه کې د خپل پرسونل د روزنې په موخه تخنيکي او مسلکي ورکشاپونه جوړوي، چې موږ ته په هېواد کې د تکړه او روزل شويو وګړو له لارې د مخنيوي لازم تدابير نيول کيږي.”
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو، انرژۍ او اوبو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې استازي هم شامل دي.
دا خبر له [طلوع نیوز] څخه اخیستل شوی او یوازې د معلوماتي موخو لپاره دی.