Welcome to Pak Afghan Youth Forum

Pak Afghan
Youth Forum

Don't just dream it
Be the bridge. Build a better tomorrow

په جوزجان کې د ازبکي ژبې ورځ ونمانځل شوه

یوې ښوونیزې موسسې په جوزجان کې د ازبکي ژبې ورځ د یوه نندارتون په ترڅ کې ولمانځله.

د دې غونډې تنظیموونکو په چارواکو غږ وکړ چې د ازبکي ژبې د ودې لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

فرهنګي فعال علي شير انتظار وويل: “د لوړو زده کړو موسسې بايد د ازبکي ژبو د څانګو ملاتړ ته زياته پاملرنه وکړي، او د رسنيو په پروګرامونو کې بايد د ازبکي ژبې او ادبياتو ښه ملاتړ شامل وي. دا زموږ اساسي غوښتنه ده.»

يو بل فرهنګي فعال کرامت الله عزيزي وويل: “لوستونکي او کارکوونکي بايد درسي کتابونو او سيمه ييزو نصابي موادو ته لاسرسى ولري.”

د پوهنتون استاد حسام الدین طیغون وویل: موږ یو شمېر علمي کادرونه لرو، خو د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه لا زیاتو پرسونل ته سخته اړتیا ده او اسلامي امارت باید ورته توجه وکړي.

د دې ورځې د نمانځنې په موخه په دغه نندارتون کې ګڼ شمېر شاعران، لیکوالان، فرهنګي شخصیتونه او ځايي چارواکي راټول شوي وو.

دا هم وګورئ: په الماتا کې د افغان-قزاق درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

په همدې حال کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له ټولو ښاريانو وغوښتل چې يووالي او منلو ته پاملرنه وکړي.

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم وویل:«خدای دې وکړي چې ځوانان له خپل ملت، ژبې او وطن څخه په مثبته توګه استفاده وکړي.»

تېر حکومت د اکټوبر شلمه د ازبکي ژبې ورځ په توګه په رسمیت وپېژانده او د افغانستان په رسمي کلیزه کې یې شامله کړه.

دا خبر له [طلوع نیوز] څخه اخیستل شوی او یوازې د معلوماتي موخو لپاره دی.

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top